مژده بهار Muzhdah Bahar

مژده بهار Muzhdah Bahar

Share

آموزش و زندگی حق ماست

23/06/2026
15/06/2026

نن بیا یو مجاخید، مجاهل یا مجاهد یو سوک په توپک ویشتلی ده،
ملا هییبو 🫏 به یی معاف کوی ځکه جییهاد یی کړی.
او د خره رهبر، خره مجاهلین، دغسی وحشتونه کوی، ډیر کم یی کامرو کی فیلمبرداری شی، نور سوک نه پری خبریگی

25/05/2026

ددی نه خو ماشومان څه کوی چی هغه خپله ښځه به یی هم تری ډاریگی. دا مسلمان چی داسی گیره ولری بیا حج کی سر هم کل کری بیخی وحشتناک شی
دا یی هم سنت شو

02/05/2026

د پښتنو د بدبختی او په ښځو دظلمونو یوه ریښتینی کیسه:

د دوو ماشومو بچیانو جایز دیدن یې پرې حرام کړ! 😰

بدبختانه یوه داسې کورنۍ پېژنم چې په یوې جینۍ یې جرګه وکړه، په ناز، نخرو او زاریو یې وغوښتله، هوکړې ته سره ورسېدل جینۍ د یو داسې هلک په نوم شوه چې د تېر جمهوریت د ملي اردو په لیکو کې یې وظیفه کوله، واده یې وشو.
وختونه تېرېدل د دواړو ژوند روان و، په دې دوران کې یې یو زوی پیدا شو، څه موده بعد د جینۍ خاوند په اردو کې مړ شو، ناوې ښځه چې تازه کونډه شوې وه په همدې کوچني ماشوم به یې خپل غم غلطاوه، یوه شیبه یې له ځان نه شو جدا کولی، تل به یې سینې پورې نیولی و، کوشش به یې کاوه چې ماشوم خوشحال وساتي، ورته خندل به یې ساتېری به یې ورسره کاوه خو د دې له سترګو به اوښکې روانې وې.

یو څه موده تېره شوه غم یې نور هم پسې زیات شو ځکه چې د لېورونو قسماقسم خبرې یې تر غوږ ورسېدلې، مشر لېور یې ویل چې زوی یې چې زما وراره ده زه یې راسره خپل کلي ته وړم تاسې چې دا هر یو ته په نکاح کوئ زه پکې کار نه لرم، نورو مشوره وکړه چې یو کشر ورور ته به یې په نکاح کړو.
کونډه ناوې چې له دې مشورو خبرو شوه ځمکه پرې سره تبۍ شوه؛ نو زوی مې ولې رانه وړئ هغه خو لا تر اوسه ماشوم ده؟!
ما ولې د ننګرهار په سره اور کې له دوو غمونو سره یو ځای پرېږدئ؟!
چې زوی مې څوک وړي همغه مې دې په نکاح هم کړي کنه؟!
زما قبول ده، خو د زوی د جدایۍ درد مه راباندې تېروئ.😭
خو د دې خوارکۍ چیغې او زارۍ هیچا نه اورېدلې، هماغسې وشول څنګه چې دوی مشوره کړې وه.
څو ورځې وروسته له بل خاوند سره نوی خو له دردونو ډک دوران شروع شو، ورځې او شپې یو په بل پسې تېرېدلې، د جینۍ مور مریضه شوه ننکرهار ته یې یوړه، خو دوی یې پوښتنې ته خپله لور ورنه وستله، څو ورځې وروسته یې مورکۍ مړه شوه خو دوی بیا هم اجازه ورنه کړه چې حتی د مور بې روحه مخ د اخري ځل لپاره وویني.😰
د ژوند ستنه ټکېدله، ګرځېدله روانه وه، جینۍ په زړه د ماشوم زوی چې دا یې له جایز دیدن محرومه وه، هغه دروند درد بار کړی و، د مور د فراق درد یې بار کړی و، د وروڼو خویندو او د کورنۍ د نورو غړو دیدن هم ورته نه پیداکېده؛ په دې وخت کې خدای تعالی بل زوی ورکړ، جینۍ بیا یو څه زړه راتکیه کړ چې زا شکر ده په دې ماشوم به مې زړه ډاډه وي.
یو څه موده ووتله ماشوم پالي پالي قدمونه شروع کړل، چې لېورونه یې خاوند ته کېناستل؛ دا طلاقه کړه، دا څه کوې دا هسې ده دا داسې ده، بدرنګه ده، مونږ درته بله ښځه ستا په خوښه کوو ته څه کوې چې دې کونډې ته به ټول عمر ناست یې؟!
هلک راجګ شو؛ یو، دوه، درې ایسته یې ښځه طلاقه کړه💔
هغه یې له پلار کره وشړله، هغه کوچنی ماشوم چې د دې د زړه تکړه وه هغه یې هلته ترې ایسار کړ.😭
ښځه له پلار کره کېناسته، په سرو سترګو هر سهار او هر ماښام ژاړي چې خیر ده هیڅ نه غواړم بچیان مې راکړئ
چې غټ شول بیرته یې درلېږم.
"
‏جار دې له سترګو اوښکې مه تویوه
بې قدره خاورو ته ګوهر تویېږي
"
خو دوی یې بچیان ولې ورکړي؟ ځکه یې نه ورکوي چې په لومړني بچي یې مشر لېور له مؤسساتو مرستې اخلي ځکه چې هغه خو دې زړه سوانده انسان ته یتیم پاتې شوی.
او د هغه بل پلار ژوندی ده هغه خو یې په یو کتاب هم نه ورکوي.
اوس د دې هر څه له پاسه دې معصومې جینۍ ته حوالونه لېږي که دې بل خاوند وکړ، نه به ته د ژوند څکه رانه وکړې او نه دې خاوند.😒

محترمو! دا یوه رښتینې کیسه ده، په دې بدبخته ټولنه کې داسې او دېته ورته په سلګونو نورې کیسې هم شته، دلته ډیر خلک اوس هم ښځې ته حتی د حیوان په سترګه هم نه ګوري نور حقوق خو یې په ځای پرېږده.
تر څو چې په مونږ کې اصلاحات نه وي راغلي، انسان مو د اشرف المخلوقات په نوم نه وي پېژندلی، بد رواجونه او عادتونه مو نه وي ختم کړي، په مونږ د نېکبختۍ او پرمختګ لارې قران کړې.😥

دا ګل او معصوم ځوان احسان الله شا هین نن سهار په همدې معامله کې مرمـ،..یو غلبېل کړ او دوه وړوکې فرشتې لورګانې ترې پاتې شوې.
په همدې لنډ وخت کې ده هغه خپله ځوانه، کونډه او طلاقه شوې خور بل چاته ورکړې وه.😰💔

نوټ: دا کیسه تېر کال ما لیکلې وه، هغه وخن مې چې لیکله ورته ژړل مې نو اوس به مې څه حال وي.😭
م. عباسي ازره وال

مژده بهار Muzhdah Bahar 11/04/2026

زما په نظر د ښځو لپاره دوکانداری هم دیره ښه وظیفه ده.
ما خو شروع کری ده

مژده بهار Muzhdah Bahar

Photos from ‎مژده بهار Muzhdah Bahar ‎'s post 09/04/2026

دا ګوړۍ د خوست د ګربزو په ولسوالي کې د یوې مؤسسې په ملاتړ کېندل شوې دي. دا ساده ښکاري، خو اغېزې یې ډېرې لویې دي.

ګوړۍ هغه کندې دي چې د باران او سېلاب اوبه پکې راټولېږي او ورو ورو د ځمکې لاندې ننوځي. دا کار څو مهمې ګټې لري:

د سېلابونو خطر کموي
د ځمکې لاندې اوبو ذخیره زیاتوي
د وچکالۍ پر وړاندې مرسته کوي
د خاورې تخریب مخه نیسي

موږ اکثره فکر کوو چې لویې پروژې ډېر لګښت غواړي، خو داسې ساده او ارزانه لارې هم شته چې د خلکو ژوند بدلولی شي.

هیله ده اړوند مسولین، مؤسسات او د سیمو خلک دې ته پام وکړي او د دې ډول ګټورو پروژو لړۍ نوره هم پراخه کړي.

04/04/2026

زه خو وایم الله مو را څخه کم کړه.
ذاکر نایک‌هم عالم ده، ته هم عالم وایی ځان ته، دا ذاکر نایک ولی کوم وخت پیغمبرص په خوب نده لیدلی؟ ولی کوم کرامات ندی لیدلی چی خلیپه دین محمد یی وینی؟

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul