Dr Razia Himat Sharifi دوکتورس راضیه همت شریفی

Dr Razia Himat Sharifi دوکتورس راضیه همت شریفی

Share

صحت شما آرزو ما است

16/06/2023

علایم تنبلی تخمدان (PCO ):
علایم تنبلی تخمدان معمولا در اوایل بلوغ خود را نشان می دهند اما میتوانند در اواخر نوجوانی و یا اوایل بزرگسالی بروز کنند.
1- بی نظمی سیکل قاعدگی ( داشتن کمتر از 8سیکل پریود در سال )
2- اضافه وزن و چاقی ( البته در برخی موارد افراد مبتلا لاغر هستند )
3- رویش موهای زاید و ضخیم در نواحی چانه ،شکم ، بالای لب ،سینه (همانند مردان )
4- ریزش مو در نواحی از سرهمانند مردان
5- پوست چرب و پر از جوش
6- تأخیر در باروری

یکی از شایعترین مشکلات بیماران مبتلا به تخمدان پلی کیستیک ( PCO ) ، بی نظمی سیکل قاعدگی بصورت خونریزی های طولانی مدت و سنگین که بعلت ضخیم شدن دیواره داخلی رحم رخ می دهد .این افزایش ضخامت بدلیل عدم ریزش دیواره رحم که بطور طبیعی باید در هر سیکل ریزش کند، ایجاد میشود ودر صورت عدم درمان تنبلی تخمدان ممکن است به بدخیمی و سرطان رحم منجر شود.بنابراین داشتن قاعدگی منظم ماهانه بسیار اهمیت دارد.

31/07/2022

ژورخفګان / افسردگی دوهمه برخه : 👇
ډیپریشن یا ژور خفګان څنګه تداوي کیږي؟
ښه خبره دا ده چې ډیپريشن یا ژور خفګان تداوي لري. او دا ثبوت شوى تجربو په اساس درې ‌‌‌‌‌‌ډوله تداوي ده. فارماکوټیراپي یا دارو اخیستل، او رواني ټیراپي لکه سي بي ټي یا کانیټیف بیهیفیرال ټیراپي او انتر پرسونال ټیراپي یا اې پي ټي.
سي بي ټي ‌‌‌‌‌‌ډیره موثره ده خو بعضې کسانو ته او همدارنګه اې پي ټي چې خپل مخصوص موضوعات لري او پرې غور کیږي.
خو کله کله د شرم او یا د ناروغۍ پټول د دې سبب ګرځي چې ناروغ سم تداوي نشي یا د مرض عوارض سم بررسي او تشخیص نشي او یا هم د اوږد مهاله تداوي او لګښت له کبله دا تداوي نشي.
خو ښه خبره دا ده چې د سي بي ټي او اې پي ټي ځینې موثره ټکي ناروغ خپله عملي کولی شي او د کورنۍ د غړو په مرسته.
سي بي ټي په ۷۵ فیصده کسانو کې موثره واقع کیږي او دا تداوي دراتلونکې دورو په وړاندې شخص بچ کولی شي، په دغه میتود کې د اوسمهاله مشکلاتو په هکله ‌‌‌‌‌‌ډیر ځیر کیږي او د تیر شویو تاریخچو څخه تیریږي، خو د دې لپاره باید کوښښ وشي. دا لن‌‌ډ مهاله تداوي ده او که چا د ‌‌‌‌‌‌ډیرې اوږدې مودې لپاره کړى وي نو غلطه ده او د ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌یر پر مختللي ډیپریشن لپاره نده.
مثلاُ په پورتني مو‌‌ډل کې که مونږ په یو مستطيل کې یو مثبت تغیر راولو دغه مثبت تغیر په نورو مستطیلونو چې په دغه دایره کې موجود دي اثر کوي.
د دې لپاره چې وکولی شو خپل خفګان کم کړو نو دا ټکي باید پام کې ونیسو.
لومړۍ بايډد زده کړو چې ژور خفګان څه دی څنګه رامنځته کیږي ، ولې رامنځته کیږي چې دا مو په پورتنیو معلوماتو کې وموندل، بیا. پوه شو چې څنګه کولی شو چې خپل خفګان ورسره کم کړو؟ او بیا چې ما هغه څه زده کړل چې په خپل ورځني ژوند کې څنګه عملي کړو او څنګه خپل ژوند څخه د خفګان په ځای خوند واخلو؟
بل قدم کې باید خپل رفتار ته تغیر ورکړو، لکه څرنګه چې په مو‌‌‌‌‌‌ډل کې دي ، ځکه د هر څه په وړاندې زمونږ رفتار په ټوله حلقې اغیزه اچوي. ځکه خپل رفتار ته تغیر ورکول د افکارو د تغیر سره سمون خوري، او افکار بدلوي.
ځکه کله چې څوک خفګان ولري هغوی هغه کارونه نه کوي کوم چې د دوی روغتیا لپاره ګټور دي، نو ځکه یو پلان جوړول چې څرنګه خپل رفتار د حالاتو په وړاندې بدل کړو او یو مهالویش ځانته جوړ کړو. مهمه برخه یې د ځان پاملرنه او ورځنى مهالویش دى.
که دغه پروسه شروع شي نو په نورو هم اغیزه کوي، کله چې په ژور خفګان کې فعالیت کم کړو ، لکه سپورټ یا خپل دوستان نه لیدل، او یا په انزوا کې اوسیدل د دې څخه مخنیوى کوو. ، مهمه دا ده چې د خپل ځان څخه شروع کړو ، د خپل خوراک او خوب خیال وساتو، کريکټ مو خوښيږي هغه لوبه وکړئ یا فوټبال یا ګلدوزي ,رسامي او نور فعالیتونه وکړئ.
نور بیا.......

02/05/2022

Photos from ‎Dr Razia Himat Sharifi دوکتورس راضیه همت شریفی‎'s post 01/04/2022

ډیپریشن یا ژور خپګان څه ته وایي؟

هغه وخت د ژور خفګان علایم ښکاره کیږي کله چې یو کس د یو یا دوه ورځو لپاره خفه نه اوسي بلکې په متواتر ‌‌‌‌‌‌ډول د دوه اونیو یا زیاتره وخت لپاره خفګان ولري، یا هغه د علاقې وړ کارونه چې یې کول هغه ته نوره علاقه ونه لري. لکه د یو چا کریکټ لوبه زیاته خوښیده او اوس ورته اصلاً زړه نه ښه کوي چې دا لوبه وکړي. د تحرک کموالی ، په وزن کې زیاتوالى یا کموالى، د خوراک غیر مناسب ‌‌‌‌‌‌ډول زیات یا کم، کله کله خلک د اشتها زیاتوالى لري چی زیاتره خواږه شیان خوري یا د اشتها کموالى چې پخلي یا خوراک سره یې علاقه نه وي. کله کله بې خوبي باعث کیږي یا ځینې کسان زیات خوب کوي او بیا یې هم خوب پوره نه وي او بې انرژی وي. او یا ‌‌‌‌‌‌ډیر بې حرکته یا ‌‌‌‌‌‌ډیر متحرکه او نارامه اوسیدل. د غلطی احساس درلودل یا د یو پښیمانۍ احساس د یوې موضوع لپاره نه بلکې یو دوامداره احساس، همدارنګه نور علایم لکه د اجتماع څخه پرهیز کول او په انزوا کې اوسیدل. ځینې کسان چې ډیپریشن لري هغوی زیاتره وخت خفه نه وي بلکې ‌‌‌‌‌‌ډیر حساس وي او په یوه کوچنۍ خبره ‌‌‌‌‌‌ډیر احساساتي کیږي ، او یا قهر ورځي.

فزیولوژیک عامل یې د جنسي اړیکو نه خوښول او یا بی علاقه ګي ده، او یا ځينې کسان ‌‌‌‌‌‌ډیر احساساتي او ژړغوني وي. همدارنګه ځینې کسان ، د تمرکز اختلال لري او یا تصمیم نشي نیولى، یا د حافظې کمزوري لري او همدارنګه فکر کوي چې څرنګه خپل ځان زیانمن کړي. یا کله کله کوښښ کوي چې ځان وژنه وکړي. ضرور نده چې هریو کس دا ټول علایم ولري ، هغه وخت چې څوک دغه علایم د یوې اوږدې مودې لپاره یعنې د څو اونیو او میاشتو څخه ولري نو دغه ته مونږ ډیپریشن ویلى شو.

دا هغه علایم دي چې په ورځنیو فعالیتونو اثر کوي، اکثراً خلک چې د ژور خفګان سره مخامخ وي هغوی مضطربه هم وي او نور فزیکي دردونه لکه د غاړې او یا عضلاتو دردونه هم درلودلی شي.
د نارینه په پرتله ډیپریشن په ښځو کې زیات وي .
نور بیا ..........

Photos from ‎Dr Razia Himat Sharifi دوکتورس راضیه همت شریفی‎'s post 28/02/2022

8 علامت و نشانه­ کمبود ویتامین Dکمبود ویتامین دی

ویتامین D ویتامین بسیار مهمی است که تاثیر زیادی روی چند سیستم بدن دارد. ویتامین دی، برخلاف سایر ویتامین­ ها، مانند هورمون عمل می­ کند و تک­­تک سلول­ های بدن برای آن گیرنده دارند.

زمانی­ که پوست در معرض نور خورشید قرار می­ گیرد، بدن از کلسترول ویتامین دی می­ سازد. به­ علاوه، در بعضی غذاها مانند ماهی چرب و محصولات لبنی فراوری­ شده وجود دارد اما دریافت ویتامین دی به اندازه ­ی کافی از رژیم غذایی دشوار است. توصیه می ­شود روزانه حدود ۴۰۰ تا ۸۰۰ IU ویتامین دی مصرف کنید اما اکثر متخصصان می­ گویند میزان مصرف روزانه باید بیشتر از این باشد
۱. بیماری و عفونت مداوم:
ویتامین دی نقش مهمی در عملکرد ایمنی دارد. یکی از شایع ­ترین علائم کمبود افزایش خطر بیماری یا عفونت است.
۲. خستگی مفرط و ضعف:
خستگی مفرط می ­تواند از علائم کمبود ویتامین دی باشد. مصرف مکمل به بهبود میزان انرژی کمک می­ کند

۳. درد کمر و استخوان :
پایین بودن میزان ویتامین دی در خون می­ تواند علت کمردرد و درد استخوان باشد یا در بروز آن سهم داشته باشد.
۴. افسردگی:
افسردگی با پایین بودن میزان ویتامین دی در خون در ارتباط است و بعضی تحقیقات نشان می ­دهد مصرف مکمل به بهتر شدن روحیه کمک می ­کند
۵. نقص در توانایی ترمیم زخم :
کمبود ویتامین دی می ­تواند منجر به کند شدن روند التیام زخم بعد از جراحی، بروز آسیب یا عفونت شود
۶. پوسیدگی استخوان :
تشخیص پایین بودن تراکم مواد معدنی استخوان می ­تواند نشانه­ ی کمبود ویتامین دی باشد. مصرف کافی این ویتامین برای حفظ تراکم استخوان با افزایش سن مهم است.
۷. ریزش مو :
ریزش مو می ­تواند در الگوی ریزش موی زنان یا نوعی بیماری خودایمنی به نام طاسی منطقه ­ای نشانه ­ی کمبود ویتامین دی باشد

۸. درد عضلات:
بین درد مزمن و کمبود ویتامین دی ارتباط وجود دارد که ممکن است ناشی از تعامل بین ویتامین دی و سلول ­های عصبی ادراک درد باشد.
کلام آخر :
کمبود ویتامین دی به ­شدت رایج است اکثر افراد از آن بی ­اطلاع هستند.

زیرا علائم آن اغلب خفیف و نامشخص است یعنی به­ سختی می­ توان دریافت این علائم ناشی از کمبود ویتامین دی است یا علت دیگری دارد.

اگر فکر می ­کنید ممکن است دچار کمبود ویتامین دی باشید، حتما با داکتر متخصص داخله مشوره کنید و معاینات لازم را انجام دهید.

27/10/2021

د پزې څخه د وینې راتلل (Epistaxis)
پزه چې د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو دندو سربیره یوه دنده یې د تنفس په وخت کې د هوا مرطوب او معتدل ساتل دې،نو ځکه په زیاته اندازه د وینې څخه برخمنه ده
دپزې د وينې رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزې وینه په ډیر لنډ وخت کې خطرناک واقع کیداي شي

د پزې څخه د وینې راتلوعلتونه:
د پزې څخه د وینې راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږي یو هغه چې په پزې پورې اړوند دي او بل عمومي علتونه

په پزې پورې اړوند علتونه:
۱- د پزې التهاب (Infection)
۲- د پزې ضربه یا لګیدل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل شوې علتونه (Idiopathic)
۴- د پزې حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کې د خارجي څیز موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیرې عادي رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزې سرطان (Neoplastic)

عمومی علتونه:
۱- د وینې لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کوم چې د وینې د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (ډیر کم) (Fever or Influenza)

درملنه او بیړني مرسته:
د پزې څخه د وینې راتلو علتونه مختلف دي،که چیرې مو پزه وینې شوه نو ژر تر ژره باید نږدې روغتون ته ځان ورسوئ، ترڅو علت یې معلوم او دقیق علاج یی وشي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندې نقاطو باندې عمل وشي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزې لاندې حصه کومه چې د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټینګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي (د لسو دقیقو لپاره ،یا تر روغتون پورې تر رسیدو تر وخته) ټینګه ونیسئ.
۲- سر په ځمکه مه ږدئ، ځکه پدې سره د سر طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه مخ طرف ته کوږ کړئ، ناسته بهتره ده
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخې اوبه واچوئ،او یا یخ او لوند ټوکر په مخ تیر کړئ، ترڅو د مخ په حصه کې د وینې رګونه تنګ او د وینې جریان کم شي.
۴- تنفس یا ساه اخستل د خولې د لارې کوئ،کومه وینه چې د ستوني طرف ته تللي وي هغه د خولي د لارې توف کړئ.
۵- کله چې وینه ودریږي نو د پزې د پاکولو او کشولو کوښښ مه کوئ ځکه پدې سره د وینې د بهیدو چانس زیاتیږي.
۶- نږدې روغتون ته ځان و رسوئ، ترڅو علت یې معلوم شی.

15/09/2021

محافظ مراکز صحی باشید !

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Kabul
1001