جنت ازغنه لاره

جنت ازغنه لاره

Share

اسلامې معلوماتو مرکز

08/04/2026

د ابوبکرؓسيرت (۱) برخه:
پېژندنه:
نوم يې: عبدالله،
کنيت: ابوبکر،
لقب: صديق او عتيق
دپلار نوم يې: عثمان،
د پلار کنيت: ابوقحافه،
د مور نوم يې: سلمی،
د مور کنيت يې: أم الخيرؤ،
نسب: بنو تميم،
ميرمنې او اولادونه يې:
حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو کې له يوه نه د ډيرو ودونه کړي وو، له کومو ميرمنو نه يې چې اولادونه شوي دي د هغو نومونه دادي:
(۱) له قتيله يا قتله څخه يې حضرت عبدالله او حضرت اسما‌‌ء.
(۲) ام رمان، دا د ام المومنين حضرت عايشې او حضرت عبدالرحمن رضي الله عنهما مور وه.
(۳) اسماء،څخه محمد بن ابي بکر پيدا شو.
(۴) حبيبه بنت خارجيه، څخه يې تر ټولو کشره لور ام کلثوم.
د ابوبکر صديق رضي الله عنه اسلام رواړل:
( ابوبکر صديق رضي الله عنه له وړوکتوب څخه د رسول الله صلى الله عليه وسلم دوست ؤ؛ ډير زيات غيرتمند، امانتدار، بهادر او رحم دله انسان وؤ، د تجارت کاروبار يې کولو او نسب ئې هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره څو پښته بعد يو ځای شوى دى، کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په نبوت مبعوث شو؛ نو اولنی دعوت يې په نارينوو کې ابوبکر رضي الله عنه ته ور کړ، بې له ځنډه يې اسلام قبول کړ او د اولني مسلمان اعزاز ئې حاصل کړ، کله چې د مسلمانانو تعداد (39) تنو ته ورسيد، نو ابوبکر صديق رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل، چې غواړم خپل اسلام د خلکو منځ کې اعلان کړم، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم منع کړ، چې څوک دې د دفاع طاقت نه لري تکليف به درته ورسيږي، خو ابوبکر رضي الله عنه بيا بيا اسرار کولو، چې اخير رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته اجازه ورکړ ه او بيت الله شريف ته ئې تشريف يووړ او هلته ډير زيات مشرکين ناست وو او ابوبکرصديق رضي الله عنه ورته خطبه شروع کړه دا په اسلام کې اولنئ خطبه وه، مشرکينو اول سر کې ورته ښه په غور غوږ نيولى و، خو چې کله ابوبکر رضي الله عنه د اسلام را وړلو اعلان وکړ؛ نو (عتبه ابن ربيعه) چې د قريشو سردار و د وهلو امر يې ورکړ؛ نو مشرکين لکه د کارغانو په شان ور باندې را ټول شول او ډير زيات ئې ووهلو تر څو چې بې هوشه شو نو هغوئ پريښود، دې وخت کې د ابوبکر رضي الله عنه قوم بنو تميم خلک خبر شول او هغوی پورته کړ او خپل کور ته ئې ورسولو، کله چې د ده قوم د ده تشويش ناک حالت وليد او يقين ئې راغى چې د بچ کېدلو نه دى؛ نو بيت الله شريف ته راغلل او اعلان ئې وکړ که چېرې ابوبکر (رض) وفات شو موږ به ئې بدله کې عتبة ابن ربيعه قتلوو څو وخته ئې همدا اعلان وکړ، خو چا جواب ورنه کړ بيرته د ابوبکر رضي الله عنه کور ته راغلل چې د ده حالت وګوري، نو دې وخت کې ابوبکر رضي الله عنه لږ هوښ کې راغی نو اولنئ پوښتنه ئې دا وه چې:
رسول الله صلى الله عليه و اليه وسلم څنګه دی؟
کله چې ئې قوم دا خبره وا وريده نو له ډيرې غصې پورته شول او ولاړل فقط دومره ئې د ده والدې ته وويل: ده ته د خوراک بندوبست وکړه، کله چې هغوئ ولاړل نو مور ئې ورته د خوړلو له پاره څه راوړل خو ده ئې له خوړلو انکار وکړ او مور ته ئې وويل: ما ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم معلومات راوړه، مور ئې ورته وويل: زه څه خبره يم چې چېرې او څنګه دی؟ ابوبکر رضي الله عنه ورته وفرمائل: چې د عمر رضي الله عنه خور أم جميل کره ورشه له هغې څخه پوښتنه وکړه ، مور ئې د شپې أخيرې برخه کې چې لارې او کوڅې له خلکو خالي شوې وې هلته ولاړله او ورته يې وويل: ابوبکر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم معلومات غواړي هغې ورته وويل: زه څه خبره يم چې هغه به چېرې او څنګه وي؟ خو که ماته اجازه وي زه به د ابوبکر رضي الله عنه ليدلو ته در سره ولاړه شم هغې دا خبره خوښه کړه او کور ته ئې له ځان سره را وستله، ابوبکر رضي الله عنه ترې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه:
أم جميل ئې د مور طرف ته په سر اشاره وکړه چې مور دې أوري هغه مسلمانه نه ده! ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل: له هغې مه ويريږه نو أم جميل ورته وفرمايل: هغه د أرقم په کور کې له نورو مسلمانانو سره دی! نو ابوبکر رضي الله عنه قسم وکړ، چې تر هغې به هيڅ خوراک څښاک ونه کړم چې ليدلى مې نه وي، نو د ابوبکر رضي الله عنه مور بلې شپې ته انتظار وکړ، تر څو لارې او کوڅې له خلکو خالي شي، نو ابوبکر رضي الله عنه ئې له لاسه ونيو او د أرقم رضي الله عنه کور ته ئې بوتلو، نو سمدستي ئې رسول الله صلی الله عليه وسلم غيږ کې ونيولو او دواړو ډير زيات وژړل او ور سره ټولو نارينه او زنانه صحابو هم وژړل ، نو له دې وروسته ابوبکر رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل:
يا رسول الله صلی الله عليه وسلم زما مور شريفې ته دعا وکړه چې مسلمانه شي!
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم اول دعا وکړه بيا ئې دعوت ورکړ، چې هغه مسلمانه شي بیا هغه مسلمانه شوه او د اللّٰه جل جلاله په لوي رحمت کې خاص برخه ورته نصیب شوه ،
نوربیا راسره اوسئ دالړي به مسلسلې رواني وي ،
ژباړه ليک او ترتیب الحاج حبل اللّٰه المتين ،

12/01/2026
24/11/2025

قرآن کریم سورة الزخرف پښتو ژباړه ایاتونه ۳۶-۳۹

12/07/2025

ځوان ته اصلاحي ، او تربیتي خبری !
دثواب په نیت یئ شیئر کړۍ .
ویناوال : مولوي نجیب الله حلیم

نشرکونکی اداره جنت ازغنه لاره

12/07/2025

امام العزیمة
شهید شیخ رحیم الله حقاني
تقبله الله
د دریم تلین په مناسبت
ویناوال : مولوي نجیب الله حلیم

نشرکونکی اداره جنت ازغنه لاره

10/07/2025

💐ﷺ💐
شیرکول یی صدقه جاریه ده.

29/06/2025

خالد ؓ څومره غیرتي واقعه 🔪 جنت ازغنه لاره

29/06/2025

ماخوستن کې دا دوعا ویل مو ګناهونه لمنځه وړي....

نشر شیر کول یی صدقه جاریه ده!

29/06/2025

داکلیمه سل ځله ویل.....
🤲
نشر شیر کول یی صدقه جاریه ده!

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address

Kabul