غږ دپښتون Ghag Da pashtoon

غږ دپښتون Ghag Da pashtoon

Share

Dear and respectable friends like the page

17/05/2025

دا نوی اپلیڪېشن چې پیسي هم پڪې ګټل ڪېږي او پوسټونه مو هم ډېر زر فالیو ته ځي، خاص لڪه انستیګرام داسې شې دی.
هیڅ څه نور نه غواړي، اڪاونټ جوړ ڪړئ، یا 15 نفر خپل پر اڪاونټ راولئ یا هم پوسټونه وڪړئ چې ستاسې پوسټ سور زړه واخیستو نو پر هر لایڪ یې 0,14 ډالر درڪوي، معنا پر لس سره زړو یا لایڪو یو نیم ډالر نور نو ستاسو خوښه ده، ڪه مو فعالو دا یې لېنڪ دی د پليسټور څخه یې ډانلوډ ڪړئ.

https://invites.waveful.app/meud

05/06/2020

زما دصفحى اډمينانو ته دخداى هدايت وکړى چى زه پوست ونکړم
په دوى خو مى والله که شل کړه
آخر وخت مو دى ځانونه دبلاک کندى ته سم کړي

08/05/2020

باب دی په بيان دې خرو کې!
• د مې اتمه نېټه د‌ خرو نړيواله ورځ ده يانې د‌ هغو حيواناتو چې ۴۰۰۰ کاله کېږي چې اهالي شوي او د انسان سره ژوند‌کوي.
په دې‌کې مهم او کليدي حيوان خر دی.
• څېړونکي وايي خر همغومره خر او بېشعوره ندی لکه خلک يې چې ګڼي دوی وايي غوا تر خره ډېره بېعقله ده خو دا چې هغه شيدې کوي او دې لدان کوي نو ځکه يې نوم بد‌ شوی دی او په ټولنه کې په ښه نظر نه ورته کتل کېږي.
• خر دومره ښه ياد لري چې ان تر ۲۵ کلونو هم په يوه لاره چې لاړ شي نه يې له ياده وځي په داسې حال کې چې نور حيوانات دغسې ندي. دده عمر کله کله له ۴۰ کالو هم اوړي.
• بله مهمه خبره دا چې خر په هر کار کې خپل ۹۵ فيصده زور وهي نو ځکه ځينو خلکو ته ويل کېږي چې لکه خر داسې زورور دی يا لکه خر زورونه وهې.
• په نړۍ کې څه باندې ۴۵ ميليونه د رښتياوو خره اوسېږي چې تر ټولو ډېر يې چين لري په درملو کې او له پوستکي او غوښې څخه يې په ځينو شيانو او ان خوراک کې کار اخلي.
• د خره اوږده غوږونه ددې قابليت لري چې په هواره سيمه کې په کيلومترو،کيلومترو لرې غږونه هم واوري او تشخيص يې کړي.
• يوازې په اخور تړل هيڅ خوند نه ورکوي خو تر ټولو زيات د وزو په منځ کې خوشحاله وي.
• او که ښه وروزل شي د‌ مېږو او وزو رمې هم رامنع کولی شي.

04/05/2020

درحمت لسيزه خو تيره شوه له خيره
دمغفرت لسيزه شروع ده ديوبل نه مغفرت وعواړى

29/04/2020

پاڼه لايک کړئ يارانو

29/04/2020

طالبان: که د کرونا له امله بندیان تلف شي، پوښتنه به یې وکړو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې د کابل حکومت د زندانونو د چارو د تنظم ادارې زندانونو ته د کوورنا سرایت ومانه او هلته یې د ۴۶ بندیانو ازموینې مثبت وبللې، طالبانو یې په وړاندې غبرګون ښودلی او د زندانونو دننه روان حالت یې نازک او وخیم بللی.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی لا پخوا خبرداری ورکړی و ، چې په زندانونو کې د بندیانو وضعیت وخیم دی، تراکم زیات دی، د خوراک، څښاک او تداوي په برخه کې ګڼې ستونزې شتون لري، که په داسې حال کې زندان ته د کرونا ساري ناروغي هم داخله شي، وضعیت په ناورين بدلیدلای شي.

اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې «په دې برخه کي د امریکا متحده ایالاتو ته مستقیما مسئولیت راجع کیږي چې که یې د شویې توافقنامې په عملي کېدو کې له جدیت څخه کار اخیستی وای اوس به د بندیانو په خلاصون برسیره نور هم ډیر پرمختګ شوی وای او بندیان به له دې خطر سره نه مخ کېدای.»

د طالبانو په خبره، بشري بنسټونو، چارواکو او سازمانونو ددوی غوښتنې جدي ونه بللې او اوس چې زندانیان په یوه وخیم او نازک حالت کې قرار لري، «اسلامي امارت» یې په اړه اندېښنه ښيي او له نړیوالو بشري بنسټونو غواړي، له دې «بشري» موضوع سره سیاسي او سلیقوي برخورد ونکړي.

دوی ددې تر څنګ خپلو بندیانو ته پر لوی خدای د توکل او روغتیایي لارښوونو د په پام کې نیولو سپارښتنه کړې او تر څنګ یې ګواښ کړی، که کوم زنداني تلف شو، پوښتنه به یې وکړي «ټول جهتونه دي خبر وي چې که خدای مه کړه د اسلامي امارت بندیان تلف شي، د هر فرد پوښتنه به کیږي او له سخت زړي دښمن څخه به يې انتقام اخیستل کیږي.»

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو د بیلابېلو اعلامیو له لارې زندانونو ته د کرونا د ننوتو اندېښنې راپورته کړې وې او د خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کړې وه.

په ورته وخت کې له زندانونو څخه رسنیو ته لېږل شوو یو شمېر ویدیويي کلیپونو کې لېدل کېږي، چې زندانیان وایي، ګڼ شمېر بندیان کرونا ته ورته نښې لري، مګر د روغتیا غم یې نه خوړل کېږي.

28/04/2020

بې وسه عسکر!

له ښاره لیرې د کلي یوه لویه خونه کې خلک راټول دي، ډیری یې ځوانان ښځینه او ماشومان دي.څو ورځې د یو بل سره تیرولو نه وروسته سره شناخته شوي دي.د مني یخ بادونه پیل شوي، لرګي پریمانه دي اور یې بل کړی، دوی ګرد چاپیر تري تاو دي.مخامخ غره کې هم د رڼا ښکاري،داسې معلومیږي چې هلته هم ځني خلک شته چې له اوباء ژوندي وتلي اور یې بل کړی،تر څو چې له مرګه ځان وژغوري،دوی سره لرګي شته خو کوم څه چې نشته هغه خوراکي توکي دي.موټرو کې تیل نشته،ګرځنده ټلفون(موبایلونه) شته خو برق او شبکه نشته،اوبه هم په ختمیدو دي،د برقونو پایې شته خو برق ورک دی.

له ویرې څوک بازار ته نشي وتلی، ماشومان ژاړي د لویانو په څیرو د کمزورتیا نښې ښکاري،کالي یې خیرن دي، ټول په دي هڅه کې دي چې له یو ځایه خوراکي مواد پیدا کړي.آخر دوه تنه بازار ته تګ لپاره تیار شي،چې یو یې تقاعد شوی عسکر دی.

په لارو کې د انسانان د مړو بد بوی دی، دواړه ورخطا دي، خو بله چاره نشته د لوږې له مرګ سره مخامخ دي، باید دا کار وکړي تر څو چې ځان او هغه خونه کې راټول نور خلک له مرګه وژغوري.

بازار ته رسیدو سره سم د خوراکي توکو د هټیو لټون پیل کړي، خو ډیری یې د بلواګرو لخوا چور شوي،داسي ښکاري هغه خلک چې موده وړاندي د اوباء له وجهې وږي وو دوکانونه چور کړي، دوی په همدغو دوکانو ور سم شول، له ډیرو هڅو وروسته یې چاکلیټ پیدا کړل چې له وخته تیر وو خو د دوی لوږه ورباندي کمیدلی شوه، ژر یې خوړلو پیل ورباندي وکړ، یو څو لوږه یې ورباندي کمه شوه، ښه نو اوس هغو پاتي کسانو ته به څه وړو؟ بالاخره یې د یوه هوټل په پخلنځي کې لږ خوراکي مواد پیدا کړل کوم چې شیندلي پراته وو او داسې فکر کیده چې اشپازان یې د اوباء له ویرې تښتیدلي وو او همداسې تري پاته شوي وو.

خوراکي مواد یې غوټه کړل، بیرته د راوتو په وخت کې له یوه ځوان سره مخامخ شول،ژوندی و،ټوخیدو،د لاس په اشاره یې اوبه یا خوراک غوښت، خو دوی په منډه له هغه ځایه و وتل،ممکن دا ځوان هم دي اوباء وهلی وي، د دواړو په څیرو وارخطایې ښکاره شوه.

سامان یې غوټه کړ بیرته را روان شول،د ښار لویې ودانۍ خالي دي او مرغانو ځالې پکې جوړې دي،دوکانونه خلاص او قلفونه یې مات دي، د بلوا ګرو لخوا ځنی سامان چور شوی، او کوم چې د خوراک نه دی هغه د دوکانونه مخې ته شیندلی پ

28/04/2020

موټرولا شرکت هم د (۱۰۸) میګا پېکسله کامره لرونکی ځيرک موبایل نندارې ته وړاندې کړ/ویدیو او انځورونه

💞💞💞💞💞💞💞💞💞💞💞

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ غوایي، ۱۳۹۹ل): په لږ وخت کې د ګرځنده موبایلونو جوړولو په برخه کې مشهور شوي شرکت (موټرولا) دوه نوي ځیرک موبایلونه نندارې ته وړاندې کړل چې ډير ژر به د خرڅلاو لپاره بازار ته هم وړاندې شي.

په دې لړ کې موټرولا شرکت ایج پلس او ایج (Motorola Edge او Motorola Edge plus) موبایلونه وړاندې کړي دي، چې ایج پلس موبایل یې د ۱۰۸ میګا پکسله ځانګړې او زړه راښکونکې کامرې لرونکی دی.



یاد شرکت له ۲۰۱۶م کال وروسته د لومړي ځل لپاره فلیګ شپ موبایل بازار ته وړاندې کوي، د ۶.۷ انچه ایل اي ډي ډسپلی درلودونکی دی، او ۹۰ هرتز ریفرېش ریټ پکې ځای پر ځای شوی دی.





ریم یې ۱۲ جي بي او داخلي حافظه (میموري) یې ۲۵۶ جي بي ده. یاد موبایل د سنیپ ډارګون ۸۶۵ پياوړیپراسیسر لري، او ددې سربېره د موبایل بیترۍ ۵۰۰۰ ملي امپیره ده.

موټرولا ایج پلس موبایل د ۵ جي سرعت لرونکي انترنیت ملاتړ هم کوي.



ددې موبایل مخې یا سیلفي کامره ۲۵ میګا پکسله او په شا باندې د ۴ کامرو سیټ اپ لري، چې یوه کامره یې ۱۰۸ میګاپکسله ده، په دې سره یاد شرکت هم د سامسنګ او شیاومي شرکتونو سیال شو.







د دې ترڅنګ شرکت یو بل موبایل موټرولا ایج موبایل هم بازار ته وړاندې کوي، چې ۶.۷ انچه ډیسپلی لري، پراسیسر یې ۷۶۵، ریم یې ۴ جي بي او داخلي حافظه ۱۲۸ جي بي ورکړل شوې ده. بیترۍ یې ۴۵۰۰ ملي امپیره او د شاته منځنۍ کامرې قوت یې ۶۴ میګاپکسله دی. دغه موبایل هم پر شا د ۴ کامرو سیټ اپ لري.

موټرولا ایج پلس او ایج دواړه موبایلونه د اندراید ۱۰ اپریټینګ نوی سیستم لري.

که څه هم شرکت د موټرولا ایج قیمت نه دی روښانه کړی؛ خو موټرولا ایج پلس به د مۍ له ۱۴مې نیټې بازارونو کې په (۹۹۹) امریکایي ډالره پلور ته وړاندې شي.

باید وویل شي چې په نړۍ کې د کرونا خپریدونکي وایرس د نورو سترو شرکتونو او بازارونو سربېره د موبایلونو بازار ته هم سخت زیان رسولی چې له کبله یې په پیر او پلور کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

27/04/2020

پېښور کې په شور کولو د وژل شوې ۸ کلنې انجلۍ لپاره د عدالت غوښتنې کیږى

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غوایي، ۱۳۹۹ل): تېره ورځ پاکستاني رسنیو خبر خپور کړ، چې د پښتونخوا په مرکزي ښار (پېښور) کې یو تن خپله ورېره (د ورور لور) له دې امله وژلې چې په انګړ کې یې شور جوړ کړی و.

ویل کیږي، چې وژل شوې ۸ کلنه انجلۍ ایشال نومېده، چې د ارباب روډ سیمې اوسېدونکې وه.

د پېښور پولیس وایي: فضل حیات نومي کس خپله ورېره وروسته له هغې ووژله، چې په انګړ کې یې شور کاوه.



دوی زیاتوي: ایشال د پېښې پر مهال ځای پر ځای مړه شوې او تره یې له کوره تښتېدلی دی، چې د پولیسو تر تعقیب لاندې دی.

باید وویل شي، چې د ایشال د وژنې خبر په رسنیو کې هم چټک غبرګون موندلی او ډېرو کسانو د هغې لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په خپلو اکاونټونو او والونو ( ) هېشټیګ کارولی او له حکومته یې غوښتي چې مجرم ته درنه سزا ورکړي.

د پېښې عیني شاهدان وايي، «دغه پېښه دوه ورځې وړاندې ترسره شوې؛ خو امنیتي ادارو یې په ځواب کې کوم مثبت ګام نه دی اخیستی».

باید وویل شي، چې د پښتونخوا په شمول د پاکستان په ۴ واړو ایالتونو (صوبو) کې هر وخت پر کوچنیو انجونو د جنسي تیري او د پیسو په بدل کې د هغوی له وژنو خبرونه ورکول کیږي.

27/04/2020

کرزی: بهرنیان دې د افغانانو په وړاندې عملیات ودروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غوایي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» د یوې اعلامیې له لارې پر بهرنیانو غږ کړی، څو د افغانستان د خلګو په وړاندې ترسره کېدونکي عملیات ودروي.

کرزي دغه څرګندونې د یوناما له لوري د ملکي تلفاتو د خپاره شوي راپور په غبرګون کې کړې. ده ویلي، په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا د توافقنامې د لاسلیک او د سولې د هڅو له پرمختګ سره، سره د ملکي وګړو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی، چې د اندېښنې وړ دی.

نوموړي وړاندې په بهرنیانو غږ کړی، چې د افغانستان د خلګو په وړاندې عملیات ودروي او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې غوښتي، چې له «ورور وژنې» لاس واخلي او د سرتاسري سولې د تامین او بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هڅې وکړي.

کرزی داسې مهال په بهرنیانو باندې د عملیاتو درولو غږ کوي، چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د شوې توافقنامې په خلاف بهرنیانو له خپلو کورنیو همسنګرو سره په شپنیو چاپو او عملیاتو کې برخه اخستې او ملکي وګړو ته يې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي.

په ورته وخت کې حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو د نیولو په موخه عملیات پیل کړي؛ خو طالبان وایي، تر خپله وسه یې بریدونه کم کړي او یوازې هغه ځای جګړه کوي، چې ورته اړ شي.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Al Ain?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


11
Al Ain